BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

  • خبر

    کندوز کې په یوه جومات کې چاودنې درنه مرګژوبله اړولې

    د افغانستان شمال کندوز کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په یوه جومات کې چاودنه شوې، چې له کبله یې درنه مرګژوبله اوښتې ده. خپلواکې سرچینې په دې چاودنه کې د ۲۰ کسانو وژل کېدو خبره کوي، خو یوه ځايي ډاکتر بي بي سي ته وویل، د دوی روغتون ته تر اوسه شپږ مړي او یو شمېر ټپیان وروړل شوي دي. دغه ډاکتر زیاتوي د پېښې نور مړي او ټپیان نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

  • دوو خبریالانو ماریا ریسا او دیمتري موراتوف په شریکه د سولې نوبل جایزه وګټله

    دوو خبریالانو ماریا ریسا او دیمتري موراتوف ته په روسیه او فيلپين کې د بیان ازادۍ لپاره د ''زړورې مبارزې'' لپاره د سولې نوبل جایزه ورکړل شوې ده. د نوبل جایزې کمېټۍ وايي، دا دواړه خبریالان ''د هغو ټولو خبریالانو استازولي کوي، چې دغه ډول مبارزه کوي.'' د یادې معتبرې جایزې لپاره دغه دواړو خبریالان د ۳۲۹ کاندیدانو له ډلې غوره شوي دي.

  • امریکا د چین او تایوان تر منځ تاوتریخوالي ته ''ژوره اندېښنه لري''

    د امریکا ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وايي، هېواد یې د تایوان تنګي کې د هغو کړنو له کبله 'خورا اندېښمن دی' چې د سیمې امنیت ګډوډوي. د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي، چې چینايي چارواکو د زور څرګندولو په توګه څلور ورځې پرلپسې د تایوان هوايي دفاعي زون ته ګڼ شمېر جنګي الوتکې واستولې. تایوان ځان یو خپلواک دولت بولي، خو چین یې د خپلې خاورې بېله شوې برخه بولي.

  • پر افغانستان د امریکا د برید شلمه کلیزه؛ طالبان وايي، هیڅ هېواد دې بیا دا تېروتنه نه کوي

    په افغانستان کې د امریکا او بریتانیا پوځي عملیاتو د پیل شل کاله پوره کېدو په مناسبت ځینې مراسم تر سره شوي دي. بریتانیا کې پرون د افغانستان له وخت سره سم ۱۱ بجې د ۴۵۷ وژل شویو بریتانوي پوځیانو پر یادګار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوې. دغه عملیات د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو له هوايي بریدونو سره پیل شول.

  • د مغولو واکمنۍ اړوند بې ساري عینکې لیلامېږي

    د هند یوې نامعلومې شاهي خزانې اړوند بې ساري عینکې چې الماس او زمرد پکې کاروول شوي، د روانې میاشتې وروستیو کې لندن کې لیلامېږي.

کورونا وېروس:

  • کورونا وېروس: هند حکومت به د هر مړه شوي کس خپلوانو ته ۶۷۴ ډالر ورکوي

    هند سترې محکمې د هېواد د حکومت هغه پرېکړه تایید کړې چې د کوویډ - ۱۹ له کبله د هر مړه شوي کس کورنۍ ته به د تاوان جبران په توګه پنځوس زره روپۍ (۶۷۴ امریکايي ډالر) ورکوي.

  • بایډن: امریکا به د نړۍ لپاره 'د واکسین زېرمتون شي'

    امریکا متحده ایالتونه به د راتلونکي کال له پیله مخ پر وده هېوادونو ته د کورونا ضد فایزر واکسین پنځه سوه میلیونه نورو خوراکونو مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دا ژمنه وکړه او په وینا یې هېواد به یې د 'واکسین وسلتون' شي. د واکسین له دې اضافي مرستې سره د کورونا ضد واکسین خوراکونو شمېر یو میلیارد ته رسېږي چې امریکا یې د مرسته کولو ژمنه کړې.

  • کورونا؛ په ایران کې "د پنځو ورځو" لپاره واکسین شته

    تهران کې له کورونا سره د مقابلې مرکز مشر علیرضا زالي د کورونا کړکېچ اوسنی حالت د چارواکو او لوی سیاست له امله بولي او خبرداری ورکوي چې دغه هېواد کې د پنځو ورځو واکسین شته. نوموړی د واکسین وارداتو بندول، د نړیوالو مرستو بېرته ستنول او له روغتیا نړیوال سازمان د مړینې د شمېر پټولو ته په اشاره زیاتوي: "د ایران سفیران د واکسین په لټه کې نه. "

  • کورونا وېروس د نړۍ پر نقشه

    کورونا وېروس نقشه

ځانګړي مطالب

  • افریقا کې د ملاریا ضد واکسینو پیلولو تاریخي اجازه ورکړل شوه

    د ملاریا ضد مبارزې په یوه تاریخ پړاو کې د افریقا ډېری سیمو کې ماشومانو ته د دې خونړۍ ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي. تېره پېړۍ کې دا ناروغي په ځانګړې توګه د ماشومانو مړیني یو لوی لامل و. اوس له یوې پېړۍ اوږدو هڅو وروسته د دې ناروغۍ ضد واکسین د درملو برخه کې د بشریت یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي. د ار ټي اېس، اېس په نامه دغه واکسین شپږ کاله مخکې تایید شوي و.

  • "فېسبوک ماشومانو ته زیان رسوي او دیموکراسي کمزورې کوي"

    د فېسبوک یوې پخوانۍ کارمنې د امریکا سنا مجلس یوې ځانګړې ناستې ته ویلي،‌ د یاد شرکت وېبپانې او اپلیکېشنونه ماشومانو ته زیان رسوي، ټولنه کې بیلتون رامنځته کوي او د امریکا دیموکراسي کمزورې کوي. ۳۷ کلنه فرنسز هاګن پخوا فېسبوک شرکت کې د تولیداتو مدیره وه، خو وروسته یې د یاد شرکت د کړنو په اړه رازونه افشا کړل او مخالفه یې شوه. خو د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ دغه نیوکې رد کړې او وایي، دې وروستیو کې خبري پوښښ د دې شرکت ناسم انځور وړاندې کړی. ‌

  • د کندهار انار او انګور ولې پاکستان کې په کمه بیه پلورل کېږي؟

    په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له د هوايي دهلیزونو له لارې له متحده عرب اماراتو او هند سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې او له همدې کبله پاکستان ته له افغانستانه صادرات ډېر شوي دي. تورخم کې د پاکستان ګمرک چارواکي وايي، چې هر ورځ تر ۴۵۰ پورې باري لارۍ له افغانستانه پاکستان ته ځي او تر ۳۵۰ پورې لارۍ له پاکستانه افغانستان ته اوړي. مسوولین وايي، افغانستان ته روانو لاریو کې د افغان ټرانزټ سوداګرۍ په مالونو بار لارۍ هم شاملې دي او یو شمېر تشې لارې هم هلته ځي.

  • فېسبوک، انسټګرام او وټس اپ بېرته سم شوي، مارک زوکر برګ بښنه غوښتې

    د فېسبوک موسس مارک زوکر برګ په ټوله نړۍ کې له هغو میلیونونو کسانو بښنه غوښتي چې د فېسبوک شرکت اړوند خواله رسنیو ته تېره ورځ تر څو ساعتونو پورې لاسرسی نه درلود.

نیمه نړۍ

  • هندوې ښځې مسلمان سړي ته خپل زړه عطیه کړ

    د سپتمبر پر دولسمه نېټه ۳۱ کلن فرید ته د هند ممبی ښار 'ګلوبل هسپتال' نه تیلیفون راغی،‌ او یو ښه زېری یې ورکړ. فرید او کورنۍ یې له تېرو څو کلونو راهیسې دې دې زیري ته په تمه وو، ځکه د نوموړې د مرګ او ژوند موضوع وه.

  • د امریکا په پنځوسو ایالتونو کې د حمل سقط کولو په پلوئ مظاهرې وشوې

    د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې زرګونو کسانو د ماشوم ضایع کولو (سقط) په پلوۍ مظاهرې وکړې. مظاهرې وروسته له هغه وشوې چې د یوه نوي قانون له مخې په ټکساس ایالت کې د ماشوم ضایع کولو ته لاسرسي محدودېږي. د ماشوم ضایع کولو پلویان د دې محدیت له امله ویره لري په اساسي قانون کې ورکړل شوی د سقط حق به بېرته ترې واخیستل شي. په پام کې ده چې د امریکا ستره محکمه په راتلونکو میاشتو کې داسې یوه دوسیه واوري چې کولای شي د ماشوم ضایع کولو قانون له مینځه یوسي.

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

سیګار پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني 'د ۱۶۹ میلیونو ډالرو د وړلو' تورونه پلټي

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) وایي، د هغو رپوټونو په اړه پلټنه کوي چې ګواکې د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني له کابله د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه ډالر وړي دي. د سیګار رئیس جان سوپکو چارشنبه د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو جرګګۍ ته وویل، تر دې دمه دا یوازې یو تور دی، خو دوی یې په اړه پلټنې کوي. له کابله تر وتلو وروسته ښاغلي غني په یوه ویډیویي پیغام کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې له ځان سره یې میلیونونه ډالر وړي دي.

  • بلوچستان کې زلزلې لږ تر لږه شل تنه وژلي او پراخ مالي زیان اوښتی

    د پاکستان په بلوچستان ایالت کې زلزله شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او له ۱۵۰ زیات کسان ټپيان شوي دي. زلزله په ځايي وخت نن سهار وختي شوې او مرکز یې هرنایي ښار ښودل شوی دی. د طبیعي پېښو مرکز وايي چې سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.

  • ویډیو, د پښتو ژبې شاعر زيراب ګل ګل اتمانخېل سره مرکه, موده 4,26

    د خيبر پښتونخوا زيراب ګل ګل اتمانخېل په سوات کې د پوليسو ډي اېس پي و. کله چې هلته په ۲۰۰۹ کلونو کې حالات خراب شول نوموړي خپل د سترګو ليدلی حال په شعرونه کې رانغاړه چې وروسته يې دغه شعرونه په کتابي بڼه چاپ کړل.

ناټو له خپل مرکزي دفتره اته روسي دیپلوماتان د جاسوسۍ په تور ایستلي

ناټو هغه اته روسي دیپلوماتان شړلي دي، چې په وینا یې په پټه یې د جاسوسانو په توګه کار کاوه. ناټو پوځي اتحاد د برسلز خپل مرکزي دفتر کې د روسیې ماموریت برخه د لسو دیپلوماتانو نیمايي کچې ته راټیټه کړې ده.

امریکا واکسین شویو کسانو ته دې هېواد ته د ورتګ اجازه وکوي

د امریکا حکومت اعلان کړی چې د کورونا واکسین له کبله دې هېواد ته پر ورتګ لګېدلي بندیزونه نرموي. له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې د اروپایي هېوادونو او بریتانیا وګړو نشوای کولی چې له واکسین پرته امریکا ته سفر وکړي. خو سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې له نومبر میاشتې به ټول واکسین شوي وګړي وکړای شي چې امریکا ته سفر وکړي.

'افغانستان کې بانکي سېسټم د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی'

د افغانستان د یوه تر ټولو لوړ پور ورکوونکي بانک ویلي د دغه هېواد بانکي سېسټم نږدې د نړېدو په حال کې دی. د افغانستان اسلامي بانک اجرایوي مشر سید موسی الفلاحي بي بي سي ته ویلي د خلکو د وارخطایۍ له امله د افغانستان مالي سېسټم له یوه "بالفعل کړکیچ " سره مخامخ دی.

اروپایي ټولنې هر ډول موبایلونو لپاره د یو شان چارجر جوړولو غوښتنه وکړه

اروپایي کمېسیون د یو داسې قانون وړاندیز کړی چې له مخې به یې موبایل شرکتونه اړ وي چې د هر ډول یا ماډل موبایل لپاره یو شان یا واحد چارجر جوړ کړي.

''طالبان سندرغاړي نه زغمي، خو زه نه شم کولای موسیقي پرېږدم''

عایشه خان وايي، ''یوازې له دې کبله مې هېواد نه دی پرې ایښی، چې مسلمانه یم او بشپړ حجاب نه کوم، بلکې له دې کبله مې هېواد پرېښود چې یوه نجلۍ یم او سندرغاړې یم.''

ځانګړې پاڼه

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Wednesday Debate, ۱۲:۰۳, ۸ اکتوبر ۲۰۲۱, ۵۷،۰۰ موده

    Programming from the BBC Pashto Service

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۸ اکتوبر ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

    د راډیو لپاره ښه غږ څه ډول وي؟

    ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ د خلکو خوښېږي او د ځینو نورو يې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږ څنګه کیدای شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډیمي یوه مسئوله مدیره کیتي لوګن په دې اړه هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو يې زیات شمېر خلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږېږي.